په غزني کي د ملکي خلګو پر يوه موټر د ماين چاودني له امله ۷ تنه وژل سوي دي

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري ويلي چي دا چاودنه پرون مازديګر د ده يک ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ملکي وګړو پر يوه موټر چي پکتيکا ته روان و، سوې ده.

هغه زياته کړه چي د چاودني له امله په موټر کي سپاره ټول ملکي وګړي وژل سوي خو دا يې په ډاګه نه کړه چي ښځې او ماشومان هم پکښي شامل وه او که نه.

نوري وايي چي د دې لاري په اوږدو کي ډیرى مهال وسله وال طالبان د دولتي ځواکونو لپاره ماينونه ښخوي چي بيا پر ملکي وګړو چاودنيې کوي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...