د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي د محمود قریشي سفر نن پیلیږي او په دې لړ کي، چین، روسیې، ایران او افغانستان ته ځي.
هغه په دې سفر کي په سیمه کي د ترهګرۍ ضد مبارزه، سولي، امنیت او نورو مسایلو خبري کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت بیا وايي چي قریشي غواړي په سیمه کي د روانو مهمو مسایلو په اړه د یادو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره مفصل بحثونه ولري.
ددغه وزارت خبرپاڼه وايي پاکستان غواړي د سیمي له هېوادونو سره یې اړیکي ښي سي او پر دوه اړخیزو اړیکو بحثونه ولري.
پاکستانی وزیر داسي مهال خپل سفر پيلوي چي د افغانستان د سولي خبري رواني دي او قریشي هم ویلي چي د سفر بله موخه یې په سیمه کي د سولي په اړه بحثونه کول هم دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون