د ملي دفاع وزارت وایي، هوایي ځواکونو له امریکا څخه څلور نوري ایم ډي ۵۳۰ ډوله بمبار کوونکي چورلکي ترلاسه کړي دي.
د دغه وزارت ویاند جاوېد احمد غفور ویلي د دې چورلکو لپاره پیلوټان ښه روزل سوي او نور پیاوړي تخنیکي کارکوونکي هم لري او په جګړه ییزو عملیاتو کي به ترې ګټه اخیستل کېږي.
نوموړي دغه چورلکي په عملیاتو او جګړو کي ډېر اغیزمني وبللې او ویې ویل چي اوس مهال په ډیرو عملیاتو او جګړو کي له همدې بمبار کوونکو چورلکو کار اخیستل کیږي. بلخوا د امریکا دفاع وزارت ویلي چي د ۲۰۱۹ زېږديز کال د مارچ تر میاشتي پوري به افغان هوایي ځواکونو ته ۷ نوي جنګي او کشفي الوتکي ورکړل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون