اندونیزیا کي؛ د څونامي له امله د مړو او ټپیانو شمیر ۱‍۰۰۰ کسانو ته رسیدلی

د اندونیزیا په یوه ټاپو کي د څونامي د څپو له امله د مړو او ټپیانو شمېر شاوخوا زر کسانو ته رسیدلی دی.

د اندونیزیا د طبیعي پېښو پر وړاندي د مبارزي ادارې ویاند پورو نوګروهو ویلي، لږ تر لږه ۲۲۲کسان مړه، اته سوه ټپیان او شاوخوا ۲۸ نور تري تم سوي دي.

هغه ویلي ممکن د مرګ ژوبلي شمیر تر دې هم لوړ سي.

په ورته وخت کي یادي ادارې د یوې بلي څونامي خبرداری هم ورکړی دی.

دا په داسي حال کي ده چي تر دې وړاندي هم د سږکال د سپټمبر میاشتي په لومړیو کي د اندونیزیا په پالو ښار کي د زلزلې له امله تر دوه نیم زره ډېر کسان مړه سوي وو.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...