د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي امریکا په دې وروستیو ورځو کي دوه مهم قوانین تصویب کړل، خو رسنۍ پر دې قوانینو هیڅ راز بحث نه کوي.
نوموړي ویلي رسنۍ یوازي د خلکو د بوخت ساتلو لپاره د هغو سرتیرو پر ایستلو تمرکز کوي چي اتلس کاله یې جګړه کړې ده.
نوموړي پر رسنیو ږغ کړی دی چي د سرتیرو پر ایستلو دې تمرکز نه کوي ځکه دوی ۱۸ کله داسي جګړه مخ ته وړي ده چي زموږ د ګڼو ځوانانو سرونه یې خوړلي دي.
هغه یو ځل بیا د سرتېرو د ایستلو په اړه له خپلي پرېکړي دفاع کړې ده او وايي چیري چي ترهګري ډلي ختمي وي هلته د امریکايي ځواکونو حضور ته اړتیا نه لیدل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون