په نورستان ولایت کي نامعلومو وسله والو یوه خصوصي راډ‌یو سوځلي

د نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کي نا معلومو وسله والو د ”الینا” په نوم یوې خصوصي را‌‌‌‌‌‌ډیو وسایل سوځولي او انټن یې ته یې اور ورته کړی دی.

دا په نورستان کي د خپل ‌‌‌‌‌‌ډول لومړنۍ پېښه ده چي وسله وال یوه سیمه ییزه را‌‌‌‌‌‌ډیو په نښه کوي.

نوموړی وايي، پخوا داسي کوم اخطار نه و ورکړل سوی چي ګوندي دوی دې د خطر احساس وکړي.

دا په نورستان کې یواځینۍ خصوصي را‌‌‌‌‌‌ډیو وه چې خپل فعالیت یې په ۲۰۱۱کال کې پیل کړی دی.

تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې ددغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...