د هلمند په ناوې ولسوالۍ کي پر یوه ملکي موټر د ماين چاودنه سوې چي پکښې درې کسان وژل سوي او دوه نور ټپيان دي.
د هلمند والي وياند عمر ځواک وويل چي نن له غرمي مخکي شاوخوا ١١ بجې د ناوې ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ملکي خلکو پر موټر د ماين چاودنه سوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې درې کسان وژل سوي او د ېوې نجلۍ په ګډون دوه ماشومان ټپيان دي.
ځواک زياته کړه چي دغه ماين د وسله والو طالبانو له لوري ښخ سوی و. دغه راز په مرکز لښکرګاه کي د ايمرجنسي روغتون کارکوونکو وويل چي له يادي پیښي دوى ته دوه ټپيان انتقال سوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون