د راپورونو له مخي د سمندر اوبو ساحلي سیمو ته ننوتې دي او لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د اندونیزیا دولتي چارواکو ویلي چي په پیښه کي تر دې دمه تر پنځوسو پوري کسان وژل سوي دي او تر ۶۰۰ پورې نور ټپیان دي.
اندونیزیايي چارواکي وایي د مرګ ژوبلي د ډېرېدو احتمال سته دی.
د اندونیزیا په ساحلي سیمو کي وخت ناوخت زلزلې او سونامي د سلګونه کسانو ژوند اخلي.
د اندونیزیا حکومت ویلي چي له زیانمنو سره یې د مرستي لړۍ پيل کړې ده او حکومتي ځواکونه د ځینو خلکو په ژغورلو لګیا دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون