د داعش ضد جګړې په برخه کي تر ټولو جګپوړي امریکايي چارواکي استعفا وکړه.
بریت مکګورک د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغې پرېکړې له کبله استعفا کړې چي وايي، له سوریې امریکايي ځواکونه باسي.
مکګورک د اوباما د واکمنۍ پر مهال دداعش ضد جګړې د مخ ته بېولو په برخه کي د امریکا له مهمو چارواکو ګڼل کېده.
د ولسمشر ټرمپ له پرېکړي مخکي نوموړي ټینګار کوی چي باید امریکا د داعش خلاف سوریه کي فعالیت وکړي.
مکګورک د امریکا دفاع وزیر جیمس متیس له ناڅاپي استعفا وروسته دنده پرېږدي.
هغه په افغانستان کي د سرتیرو د کمولو له پریکړې سره هم مخالفت کړی دی.
د مکګوریک په وینا له سوریې د امریکايي ځواکونو له وتلو سره به داسي شرایط برابر سي، چي داعش ډله بېرته راپورته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون