سره له دې چي طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبري نه مني، خو افغان حکومت هیله من دی چي د سولي رواني خبري د افغانانو په مشرۍ او مالکیت ترسره سي. بل پلو ولسمشر غني بیا د طالبانو له لوري په اماراتو کي له افغان حکومت سره د خبرو نه کول ددغه ډلې سیاسي ماته بللې وه.
د سولي عالي شورا بیا وايي چي په راتلونکو میاشتو کي به له طالبانو سره مخامخ خبري پيل سي.
ددغه شورا غړو رسنیو ته ویلي چي له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو پرته طالبان بله لار نه لري او ددغه خونړۍ جګړې د پای ته رسولو یوازینۍ لار د سولي خبري دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون