د چارواکو د معلوماتو له مخي، پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته سوې ده.
د نورستان والي حافظ عبدالقيوم رسنیو ته ویلي چي، پرون مازديګر ناوخته د لوېديځ نورستان اړوند نورګرام ولسوالۍ په تيسين سيمه کي يو مسافر وړونکی موټر د تخنيکي ستونزي او چلوونکي د بې احتياطۍ له امله کندي ته لوېدلی دی.
دی وايي چي پېښه کي درې کسان مړه او ۱۲ نور ټپيان سوي دي.
بلخوا د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي وويل چي د پېښي له ځايه ۱۷ ټپيان ولايتي روغتون ته انتقال سوي دي.
دی زياتوي، د يادو ټپيانو له ډلي پنځه یې چي روغتيايي وضعيت يې اندېښمن و، د درملني په موخه د جلال اباد حوزوي روغتون ته ولیږدول سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون