کرکټ : هیواد راډیو تلویزیون کرکټ لوبډلي په یوه دوستانه لوبه کي رویال لوبډلي ته ماته ورکړه

محمد یار مجروح

د هیواد راډیو تلویزیون د کرکيټ لوبډلي په یوه دوستانه لوبه کي د رویال کرکیټ لوبډلي ته ماته ورکړه.

دغه سیالۍ چي تیره ورځ د کندهار د کرکیټ په مرکزي لوبغالي کي ترسره سوه هیواد کرکیټ لوبډله وتوانیده چي سیالي لوبډلي ته د ۶۳ منډو په توپير ماته  وکړي.

هیواد لوبډلي د لوبي  د پچي په ګټلو سره په ټاکلو شل اورونو کي د ۳ لوبغاړو په سوزیدلو سره مقابلي لوبډلي ته ۲۰۰ منډي هدف وکړ.

د هیواد لوبډلي له لوري شمس الله ۴۹، محمدظاهر پوپل ۴۰ او محیب الله ۲۰ منډي تر سره کړې.

رویال لوبډله ونه توانیده چي ټاکلی هدف ته ځان ورسوي او ټول لوبغاړي یې ۱۳۷ منډو په پوره کولو وسوزیدل او لوبه یې د ۶۳ منډو په توپير هیواد کرکیټ لوبډلي ته پرېښوده.

بلخوا د کرکیټ لوبغاړي د اړوند مسؤلینو څخه مننه کوي چي د ځوان لوبغاړو لپاره يې دلوبو زمینه برابره کړې.

دوی وايي، لدې لاري به نوی استعدادونه پيداکړل سي او پياوړو لوبډلو ته به لاره پيدا کړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...