اروپايي ټولنې پرون په رسمي ډول پر روسيې خپل اقتصادي بندیزونه چي ۴ کاله وړاندې يې لګولي وو، وغځول.
پر روسيې دا بندیزونه د مسکو له خوا له خپلي خاورې سره د کریمیا ټاپو وزمي د یو ځای کولو په خاطر لګول سوي وو.
له ۲۸ هیوادونو جوړې اروپايي شورا په یوه بیان کي ویلي دي چي دا بندیزونه به د راتلونکي ۲۰۱۹ کال تر جولای میاشتي پر ځای پاتي وي.
د اروپايي هیوادونو اقتصادي بندیزونه د روسيې د انرژۍ، بانکدارۍ او دفاعي سکټورونه په نښه کوي.
په روانه اونۍ کي اروپايي ټولني پر هغو پنځو روسي وګړو د ویزو پر بندلو او په اروپا کي د هغوی د پانګو پر کنګل کولو موافقه وکړه چي په برېټانیا کي د یوه پخواني روسي جاسوس او د هغه پر لور د کیمیاوي موادو په برید کي په لاس لرلو تورن دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون