د ولسمشر ویاند محمد هارون چخانسوري د امریکايي ځواکونو د وتلو د راپورونو په غبرګون کي ویلي، چي په دې اړه رامنځ ته سوي اندیښني بې ځایه دي.
دده په خبره ځینې داسي اندېښني ښيي چي ښایي د بهرنیو ځواکونو په وتلو سره په افغانستان کي امنیتي وضعیت خراب شي، خو دده په وینا دا اندېښنې بې ځایه دي، ځکه افغان ځواکونه د خپل هېواد د امنیت د تامین وړتیا لري.
هغه وايي امریکايي ځواکونه د روزني او ملاتړ ماموریت لري او ټوله جګړه د افغان ځواکونو له لوري مخ ته وړل کیږي.
دده په خبره افغان ځواکونه تر بل هر وخت پیاوړي سوي دي او د څو زره عسکرو وتل به یې پر فعالیتونو هیڅ راز منفي تاثیر و نه کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون