ولسي جرګه نن د هغو پنځو وزیرانو د استیضاح کولو لړۍ پیل وي چي ۷۰ په سلو کي پراختیايي بودجه يې نه ده مصرف کړې

د ولسي جرګې د مالي او بودجې د چارو کمېسون د هر کال په وروستیو کي د وزارتونو له خوا د پراختیايې بودجې لګښت ارزوي او په اړه يې د جرګې عمومي غونډې ته راپور ورکوي.

د ولسي جرګې غړي فوزیې کوفي رسنیو ته ویلي:

“پر همدې دلیل جرګې پرېکړه وکړه چې هغه وزیران استيضاح کړي چې کمه بودجه يې مصرف کړې، له ننه پیل د اوونۍ تر وروستۍ پورې پنځه وزیران استیضاح کیږي.”

د فواید عامې وزیر، عدليې وزیر، د مخابراتو او تکنالوژۍ وزیر، د کانونو او پترولیم وزیر او له نشه يي موادو سره د مبارزې وزیر د افغان دولت د کابینې هغه وزیران دي چې ولسي جرګه يې استیضاح کوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...