په زابل ولایت کي پرون د ملي امنیت ځواکونو هدف ته د یوه ځانمرګي د رسیدو مخه ونیوله

د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال تېره شپه رسنیو ته په استول سوي پیغام کي ویلي دي چي ځان وژونکي غوښتل د زابل ولایت د شینکۍ ولسوالۍ پر مرکز برید وکړي خو د ملي امنیت ځواکونو يې مخه ونیوله او بریدګر په وارخطايۍ کي ځان ته چاودنه ورکړه.

د ښاغلي سیال په وینا، په چاودنه کي یوازې ځانمرګی وژل سوی دی.

د دولت وسله والو مخالفانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...