د ترکیې ددفاع وزیر خلوصي اکار د هیواد د ملي دفاع له وزیر سره د لیدني پر مهال ویلي چي ترکیه د افغانانو او افغانستان تر څنګ ولاړه ده.
دده په خبره ترکیه به د افغان ځواکونو د مشاورې او روزني په برخه کي همکاریو ته ادامه ورکوي.
د هېواد ملي دفاع وزیر طارق شا بهرامي هم په بېلو برخو کي د ترکیې له همکارۍ مننه کړې ده.
دده په خبره ترکیه او افغانستان ښه ملګري دي او په بېلو برخو کې باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په سته اړیکو کي پراختیا رامنځ ته سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون