ناټو وايي، افغان ملي امنيتي ځواکونه دومره پياوړي سوي چي له تیرو څلورو کلونو راهيسي يې د خپل ولس او هیواد امنيت پخپله ساتلى دى.
د بلجيم په پلازمينه بروکسل کي د ناټو سازمان وياندي میرمن اووانا لنګيسکي ويلي، چي دوى هم دامريکايي ځواکونو د وتلو په اړه راپورونه اوريدلي، خو امريکايان بايد په دې اړه جواب ورکړي.
هغې زياته کړې، افغان ملي امنيتي ځواکونه اوس دومره پياوړي سوي چي له تیرو څلورو کلونو راهيسي يې د خپل ولس او هیواد امنيت په خپله ساتلى دى.
د ناټو ویاندي ویلي چي د افغان ځواکونو د ملاتړ او روزني ماموریت به روان وي، خو دغه ځواکونه اوس پیاوړي، ژمن او د هیواد راتلونکي ته ګټور کسان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون