د دغه هېواد د دفاع وزير آنك بايلويلد ویلي، په افغانستان كي د امريكايي سرتیرو د كمولو اعلان حيران كړى دى.
نوموړي زياته كړې، كله چي يو هیواد د يوه تړون غړى وي، بايد موضوعات د تړون له نورو غړو سره شريك كړي، نه دا چي د ټويټر له لاري يې اعلان كړي.
د بايلويلد په وينا، هالنډ په افغانستان كي د وضعيت ښه كولو لپاره خپلي هڅي ګړندۍ كوي، ځكه د دغه هیواد امنيتي حالت ښه نه دى.
د امريكا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تیري پنجشنبي په ورځ په افغانستان كي د خپلو سرتیرو د كمولو بهير د پيل امر وركړ.
پر همدې مهال د ملي يووالي حكومت وايي، له افغانستانه د زرګونو امريكايي سرتیرو وتل به د هېواد پر امنيت اغېز ونه كړي، ځكه هغوى اوس مهال دلته د روزني، تخنيكي مرستو او ملاتړ چارې مخته وړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون