د پاکستان توغندیزو بریدونو په کونړ کي څلور تنه ټپيان کړي دي.
د کونړ د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید دهقان وایي، تیره ورځ ناوخته له ډیورنډ کرښي هغې غاړي توغندي راتوغول سوي وې.
دهقان وایي، دغه څلور توغندي د سرکاڼو ولسوالۍ اړوند سیمه کي لګیدلي دي.
دامنیه قوماندانۍ ویاند وایي، په ټپيانو کي دوه یې ماشومان دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون