د فراه ولایت د ګمرک مسٔوولین وایي، د دغه ګمرک په عوایدو کي د تیرو څلورو میاشتو په لړ کي ۴۸ اعشاریه پنځه سلنه زیاتوالی راغلی.
د دغه ولایت د ګمرک مشر خان زمان امرخیل وویل چي د ګمرک عواید د اسد په میاشت کي ۳۶۴ میلیونه افغانۍ وو، په داسي حال کي چي د قوس په میاشت کي دغه رقم۵۴۰ میلیونو افغانیو ته رسېدلی دی. امرخېل وویل، د قاچاقو مخنیوی، په ناقانونه ډول د پیسو اخیستلو او له فساد سره مبارزه هغه څه دي چي د فراه ولایت د ګمرک عواید ورسره لوړ سوي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون