د کندهار پوهنتون په انګړ کي د کرکټ لس اوریزه سیالۍ پای ته ورسيدي

یادي سیالۍ چي د سولي تر عنوان لاندي پيل سوي وې د پوهنتون ۱۲ پوهنځیو پکښي برخه درلوده چي ۲۰ ورځي يې دوام وکړ.

د کندهار پوهنتون داداره عامې پوهنځۍ د یادو لس اوریزو سیالیو پایلوبه وګټل.

د پوهنتون د ورزش مسؤلین وايي، له دا ډول سیالیو څخه یې هدف د محصلینو تشویقول او سالمه روزنه ده.

بلخوا د کندهار پوهنتون محصلین وايي، چي د دوی لپاره دي دکرکیټ معیاري لوبغالی جوړ سي تر څو له ورزشي اسانتیاوو  څخه پوره برخمن سي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...