د هرات ځايي چارواکي وايي چي دغه پوځ به د خپلو سیمو امنیت تامینوي او د وسله والو ډلو پر وړاندي به جګړه کوي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد ویلي چي دغه پوځ لومړی په ګذره، کشک کهنه او کشک رباط ولسوالیو کي جوړېږي.
دده په وینا ددغه پوځ په جوړیدو سره به په یادو ولسوالیو کي ستري امنیتي ستونزي له منځه ولاړي سي.
فرهاد وايي چي دمګړی لسګونه کسان ددغه پوځ لپاره په ۲۰۷م ظفر قول اردو کي تر روزني لاندي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون