یادي سیالۍ چي د سولي تر عنوان لاندي پيل سوي وې د پوهنتون ۱۲ پوهنځیو پکښي برخه درلوده چي ۲۰ ورځي يې دوام وکړ.
د کندهار پوهنتون داداره عامې پوهنځۍ د یادو لس اوریزو سیالیو پایلوبه وګټل.
د پوهنتون د ورزش مسؤلین وايي، له دا ډول سیالیو څخه یې هدف د محصلینو تشویقول او سالمه روزنه ده.
بلخوا د کندهار پوهنتون محصلین وايي، چي د دوی لپاره دي دکرکیټ معیاري لوبغالی جوړ سي تر څو له ورزشي اسانتیاوو څخه پوره برخمن سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون