د کندهار ولایت د سپورټ امريت هغه لوبغاړي وستایل، چي بهرنيو هيوادونو ته د باسکيټ بال او شترنج د لوبو د قوانينو او نوو تغيراتو د زده کړي ورکشاپونو ته تللي وه.
د دغه امريت سرپرست مديراغا وایي، دغه درې تنه لوبغاړي چي دوه یې د باسکيټ بال د لوبي د قوانينود زده کړي لپاره ايران او المان هيوادونو ته او يو يې د شطرنج د لوبي لپاره ازبکستان هيواد ته تللی وو.
مديراغا وايي، دا مهال په کندهار کي د باسکيټ بال اته ټېمه سته، چي ښې لاسته راوړني لري.
دغه راز لوبغاړي هم خوشحاله دي او وايي، هڅه کوي چي د باسکيټ بال په برخه کي نور لوبغاړي هم وروزي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون