راپور: مهتمم صالح
په کندهار پوهنتون کي د پښتو ژبي د تکړه شاعر درويش دراني او تکړه داستان ليکونکي طاهر اپريدي د ادبي خدمتونو په وياړ يو ورځنی علمي سمينار جوړ سو چې په ترڅ کي یې بېلابیلو لیکوالانو خبري وکړي.
په غونډه کي د کندهار سرپرست والي عبدالحنان منيب وويل، دغسي سمينارونه د پښتنو پر یوالي دلالت کوي او هيڅ اغزن تار نسي کولای، چي پښتانه سره بیل کړي.
د کندهار د اطلاعات او فرهنګ رئيس فضل باري بريالي د اطلاعات او فرهنګ د وزير په پيغام کي وويل، درویش دراني د شعر او نظم په ژبه د پښتون قوم د ويښولو لپاره کلونه خولې توی کړي دي او دغه راز په اوسني عصر کي د طاهر اپريدي داستانونو هم پښتو ژبه غني کړې ده.
دغه راز د کندهار پوهنتون مرستيال شېرشا رشاد وويل، درویش دراني او طاهر اپريدي د پښتنو په اغزنو لار کي ډېر زخمي لاسونه ليدلي، خو بیاهم د بوټو د لونګ هيلي لري.
په سمينار کي د ولسمشر په فرهنګي چارو کي سلا کار لال باچا ازمون د ولسمشر په پيغام کي وويل، ځوانان او محصلين دي د دغه د دوو نومياليو ادب پالو اثار ولولي او په نورو ژبو دي وژباړي.
دغه راز د کابل او ننګرهار پوهنتون استادانو د دغه دوو لیکوالانو د هڅو ستاينه وکړه.
دغه راز د پښتو ژبي نوموتي شاعر درویش دراني، وويل، پښتانه ټول سره وروڼه دي، دوی بايد د ورور وژني څخه لاس واخلي.
ده له ټولو افغانانو او په خاص ډول له لیکوالانو او ادب پالو څخه مننه وکړه، چي د دوی په ویاړ يې دغسي سمينار جوړ کړی او د پښتو ادب په برخه کي هڅي کوي.
دغه راز په دغه غونډه کي له ډیورنډ کرښي ها غاړي څخه راغلو شاعرانو او ليکوالانو د درویش دراني او طاهر اپريدي په وياړ بیلابیلي مقالې ولوستلې.
له دې وړاندي هم په کابل او د هیواد په نورو ولایتونو کي د خوشال خټک او د پښتو ژبي د ځينو نورو لیکوالو او ادیبانو په اړه سمینارونه جوړ سوي.
شاعران، لیکوالان او فرهنګیان دغه ډول ادبي هڅي د پښتو ژبي او د پښتنو د یووالي لپاره ډيري مهمي او ګټوري بولي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون