ټاکنیزو شکاینونو کمیسیون: تر اوسه د کابل په ټاکنو کي د تقلب په تړاو اسناد نه ‌دي را سپارل سوي

یو خوا د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر راتلونکو څلورو ورځو پوري د کابل د ټاکنو د ابتدایي پایلو د اعلان خبره کوي، بلخوا د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون وایي، تر اوسه د کابل د ولسي جرګې په تاکنو کي د درغلیو په تړاو اسناد نه دي ورته سپارل سوي.

یاد کمسیون وایي، که ټاکنو کمیسیون ورته اړین اسناد ونه لیږي بې له شکه چي دوی ته به ستونزې جوړي کړي.

هغه ویلي دوی هیله من دي چي ټاکنو کمیسیون ژر تر ژره ورته غوښتل سوي اړین اسناد وسپاري څو دوی پر وخت خپله پرېکړه اعلان کړي.

ټاکنو کمیسیون ممکن د نن ورځي تر پایه د ننګرهار د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلي اعلان کړي خو د شکایتونو کمیسیون په وینا لا هم ستونزه پر خپل ځای پاته ده او په وینا یې د پروسې شفافیت هغه وخت د اعتبار وړ دی چي اسناد وڅېړل سي.

په ورته وخت کي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند یو تن مرستیال میرزا محمد حقپرست وایي، ټول هغه اسناد چي شکایتونو کمیسیون غوښتي وو، دوی ورته سپارلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...