د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چي دوی د اماراتو په غونډه کي حضور لري او ددغه غونډي په جوړولو کي یې همکاري کړې ده.. هغه ویلي هیله لري چي د همدې خبرو او مذاکراتو په پایله کي به په افغانستان کي د درېیو لسیزو روان بحران ختم سي او افغانان به له سولي او امنیت برخمن سي.
د پاکستان لومړي وزیر ویلي چي پاکستان د سولي په برخه کي هر ډول همکارۍ ته تیار دی او هڅه کوي د افغانستان جګړه د خبرو له لارې حل سي.
پاکستان تر هغه وروسته د سولي په برخه کي جدي غبرګونونه ښيي چي ډونالډ ټرمپ ددغه هیواد لومړي وزیر عمران خان ته یو لیک واستاوه.
په دې لیک کي له پاکستان غوښتل سوي وه، چي نور دې په رښتنیي او عملي توګه د افغانستان د سولي په مسئله کي ګامونه واخلي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون