ولسي جرګه راتلونکې اونۍ پنځه وزیران استيضاح کوي

ولسي جرګه راتلونکې اونۍ د عامه ګټو، عدليې، له نشه یي توکو سره د مبارزې، ترانسپورټ او مخابراتو وزیران په ۱۳۹۶ کال کي له ۷۰ سلني د کمي بودجې د مصرف له امله استیضاح کوي. ولسي جرګې د روان کال د لیندۍ په دریمه نېټه د ۱۳۹۶ کال د قطعیې راپور رد کړ او پرېکړه یې وکړه چي د هغه بودجوي واحدونو چارواکي چي له ۷۰ سلنه کمه انکشافي بودیجه یې مصرف کړې استیضاح او د ۱۹ دغه ډول واحدونو مسٔوولان دي له دندو ګوښه سي.

قطعیه حساب هغه راپور دی چي په یوه کال کي د هیواد مالي وضعیت او د بودجې د تطبیق او تحقق څرنګوالی څرګندوي او د ټولو بودجوي واحدونو لخوا ترتیب کیږي.

د یادونې ده چي د اوبو او انرژۍ، اطلاعاتو او کلتور، پوهني او کانونو وزارتونه د سرپرستانو له خوا اداره کیږي او ولسي جرګه سرپرستان نه سي استیضاح کولای، خو د استجواب صلاحیت یې لري. دا پرېکړه د ولسي جرګې د رییسانو کمیټې نن کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...