د امنیت شورا سلاکار: د اماراتو خبري مثبتي وې، سوله نږدې ده

 د افغان حکومت د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب کابل ته را رسیدلی دی او وايي چي په اماراتو کي خبرې هیله بخښونکي دي او افغانستان ته سوله راتلونکې ده.
حمد الله محب چي پرون یې د اماراتو په څلور اړخیزه غونډه کي ګډون کړی و، له زلمي خلیلزاد سره یې د افغان سولي پر مهمو اړخونو خبري کړي دي.
نوموړي په یوه ټوېټ کي لیکلي دي، چي په اماراتو کي یې خبري هیله بخښونکي وې او افغانستان ته له اوږدې مودې وروسته سوله راتلونکې ده.
هغه له امریکا، متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان مننه کړې ده چي د افغان سولي په برخه کي هڅي کوي.
د حمدالله محب په مشرۍ یو پلاوی پرون امارات کي و او هلته یې له زلمی خلیلزاد، پاکستاني، اماراتي او عرب استازو سره کتلي دي.
طالبانو ویلي چي له دغه پلاوي سره نه ګوري.
محب کابل ته راستون سوی دی، خو د سلام رحیمي په مشرۍ یو پلاوی لا هم په اماراتو کي دی او د افغان سولي په اړه به د خبرو لپاره هلته حضور ولري.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...