اوچا وایي، په تیرو نهو میاشتو کي د جګړو له امله ۶۴۹ ملکي افغانان وژل سوي دي

 د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي یا یوناما د ۲۰۱۸ میلادي کال په نهه میاشتني راپور کي راغلي چي په دې موده کي ۶۴۹ ملکي افغانان په جګړه کي د ښکیلو خواو ترمنځ په وسله والو نښتو کي وژل سوي دي.

د اوچا ریٔس ټوبي لانزر د ملي یووالي حکومت له مشرتابه وغوښتل، چي د ولسمشرۍ ریاست د رارانو ټاکنو پر مهال دې هر اړخیز تدابیر ونیسي، ترڅو د ملکي وګړو د مرګ ژوبلي مخه ونیول سي. په دې وروستیو میاشتو کي په افغانستان کي د جګړو له زیاتیدو سره د ملکي تلفاتو په شمېر کي هم زیاتوالی راغلی دی.

په ورته وخت کي د هوایي بریدونو زیاتوالي سره سره په ډېریو پېښو کي ملکیان په نښه سوي او د مرګ ژوبلي کچه یې د پخوا په پرتله څو چنده ډیره سوې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...