روپایي ټولنه: له افغانستانه خپل ملاتړ ته دوام ورکوو

اروپایي ټولني له افغانستانه د خپل ملاتړ ډاډ ورکړی دی.

یادې څرګندوني د اروپایي ټولني پارلماني استازي له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي کړي دي. د اجراییه ریاست پر فیسبوک پاڼه د خپرو سویو معلوماتو له مخي اجراییه ریٔس له ماپښین وروسته د اروپایي ټولني د پارلماني چارو له پلاوي سره په خپل کاري دفتر کي لیدلي دي.

د سرچیني په وینا په دې لیدنه کي دواړو لوریو د افغانستان پر سیاسي، اقتصادي او امنیتي وضعیت خبري کړي او له افغانستان سره یې د اروپایي ټولني د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی. سرچینه کاږي چي یاد پلاوي په وروستیو کلونو کي د افغان دولت له مثبتو پرمختګونو هرکلی کړی دی او زیاته کړې یې ده چي اروپایي ټولنه به له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

د سرچینې په خبره په دې لیدنه کي دغه راز پر راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو، سولي او نورو موضوعاتو بحث او خبرې اتري سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...