د رسنیو د راپورونو له مخيٍ چاودنه په ساپورو ښار کي سوې ده.
امنیتي چارواکي وايي چي د چاودني اصلي علت نه دی روښانه خو په یوه هوټل کي یې تر څلویښتو پوري کسان ټپیان کړي دي.
د ټپیانو له ډلي د ګڼ شمیر روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ دی.
د یاد ښار امنیتي مسٔوولین هم وايي چي چاودنه په یوه هوټل کي شوې ده خو اصلي لامل یې نه دی روښانه سوی.
عیني شاهدان بیا وایي چي د چاودني ږغ تر لري ځایونو رسیدلی دی او شاوخوا یې ګڼي ودانۍ زیانمني کړي دي.
دوی هم وایي چي چاودنه په یوه هوټل کې رامنځ ته سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون