د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي د امریکا سنا وروستۍ پریکړه د ناسمو ادعاوو او غلطو معلوماتو پر بنسټ کړې ده.
سرچینه کاږې د امریکا سنا ته ناسم راپورونه رسیدلي او ښايي داسي ښودل سوې وي چي په یمن کي روانه جګړه په ناسم لوري روانه ده.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي امریکايي سناتورانو ته په کار ده چي پر خپله پریکړه له سره کتنه وکړي. \
امریکايي سناتورانو تیره پنجشنبې پرېکړه وکړه، چي امریکایي سرتیري به د یمن له جګړې وباسي.
دوی د لومړي ځل لپاره د جګړې له ډګره د خپلو سرتیرو د راګرځولو پریکړه کړې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون