طالبان او امریکا نن په اماراتو کي مخامخ خبري کوي

وسله والو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره منلې ده چي دوی به د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د دریم ځل لپاره خبري کوي.

په اعلامیه کي راغلي چي طالبان او امریکايي استازي به د متحده عربي اماراتو په کوربه توب خبري کوي.

تر دې وړاندي داسي ویل سوي، چي ښایي طالبان د خبرو په دې پړاو کي د بندیانو پر خلاصون، موقت اوربند او د امریکايي اډو په اړه خبري وکړي خو وسله والو طالبانو په خپله اعلاميه کي په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان لومړي وزیر بیا د شنبي په ورځ ویلي وو، چي پاکستان به د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ د راتلونکو خبرو کوربه توب کوي.

خو خبري د عمران خان د څرګندونو پر خلاف په متحده عربي اماراتو کې ترسره کیږي.

طالبانو ویلي چي په دې غونډه کي د سعودي عربستان ، اماراتو او پاکستان استازي هم ګډون کوي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...