د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د خبر له مخي د پاکستان په تر ټولو امن ښار کراچۍ کي نن سهار په یو لړ مذهبي مراسمو کې چاودنه سوې چي له امله یې شپږ کسان ټپیان سوي دي.
د امنیتي چارواکو په خبره د ټپي سویو کسانو روغتیایي وضعیت نازک دی.
چارواکو ویلي چي دا چاودنه په یو موټرسایکل کي د ځای پر ځای سویو چاودېدونکو توکو د چاودني له امله رامنځته سوې ده.
تر اوسه د یادي چاودني پړه کوم چا او یا ډلي په غاړه نه ده اخیستي.
دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي هم په همدي ښار کي د چین پر کونسلګرۍ برید وسو چي له امله یې دوه پاکستاني پولیس ووژل سول.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون