وسله والو طالبانو په فراه کي د ملي اردو ۹ سرتیري وژلي

د فراه ولایت سیمه ییز چارواکي وایي، چي په یاد ولایت کي د طالبانو د یو برید له امله د ملي اردو نهه سرتېري وژل سوي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړی خیرمحمد نورزی د یاد خبر د پخلي تر څنګ وایي چي وسله والو طالبانو تیره شپه د اب خرما ولسوالۍ په مربوطاتو کي د ملي اردو پر پوسته برید کړی او یاده مرګ ژوبله یې اړولې ده.

هغه ویلي چي طالبانو د ملي اردو دا پوسته هم د څو ساعتونو لپاره نیولې وه خو د فراه امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسي حال کي ده چي طالبانو په دې وروستیو کي په یاد ولایت کي پر امنیتي سرتېرو خپلو بریدونو ته زور ورکړی او تازه یې په یاد ولایت کي د اسیر سویو سرتېرو تصویرونه خپاره کړي او ادعا یې کړې چي تېره شپه یې د امنیتي سرتېرو پر ځینو پوستو بریدونه کړي چي په پایله کي یې یو شمېر سرتېري وژلي او لس تنه نور یې ژوندي نیولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...