د فوټبال فدراسیون ریٔس دنده وځنډول سوه

 

لویي څارنوالۍ د فوټبال فدراسیون د ریٔس کرام الدین کرام په ګډون ددغه فدارسیون د شپږو کارکوونکو دندي ځنډولي دي.
د ولسمشر سلاکار فضل فضلي رسنیو ته ویلي، چي په دغه فدارسیون کي د جنسي ځوروني د راپورونو تر خپریدو وروسته دغه پرېکړه سوې ده.
دده په خبره لویه څارنوالي په دې اړه لا ډیري پلټني کوي او معلومات به وروسته له خلکو سره شریک کړي.
x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...