د کندهار ولایتي شورا وايي، په ټوله نړۍ کي د سون توکي په خاص ډول د تیلو بیه ۳۰ سلنه کمه سوې، خو په افغانستان کي یوازي ۳ سلنه ارزانه سوي دي

د کندهار ولایتي شورا رئيس وايي، په ټوله نړۍ کي د سون توکي په خاص ډول تیلو بیه ۳۰ سلنه کمه سوي، خو په افغانستان کي یوازي ۳ سلنه ارزانه سوي دي او خلک لا هم په دې برخه کي له ستونزو سره مخ دي.

د کندهار د ولایتي شورا رئس سيدجان خاکرېزوال د دغه شورا په نوبتي غونډه کي وویل، مسٔولين دي په دې برخه کي جدي کار وکړي ترڅو د تيلو بیي ټيټي سي.

دغه راز  خاکریزوال وايي، د بای پاس سړک چي خلکو ته زياتي ستونزي جوړي کړي، او د دوړو څخه يې خلک مريضان سوي دي باید ژر تر ژره یې د رغوني چاري پيل سي.

دی له مسولو ادارو څخه غوښتنه کوي چي د بای پاس د سړک څومره چي ژر کیږي کار یې پیل کړي.

د یک شنبې په ورځ په کندهار کي د يو لیټر پطرولو بیه ۵۱ افغانۍ او د ډېزلو یو لېټر په ۵۲ افغانۍ وو، خو ويل کيږي، چي د دو شنبې په ورځ به د ډېزلو بیه لوړه سي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...