د خبریالانو د خوندیتوب اداره وايي، د هیواد ۸۰ سلنه رسنۍ له جدي ستونزو سره مخ دي

راپور: محمد یار مجروح

که څه هم په تیره یوه نیمه لسیزه کي رسنیو وده کړې خو روان جنګ او په یوشمیر سیمو کي زورواکي ددې لامل سوې چي خبریالان لا هم  په ارام زړه خبرونه نسي چمتو کولای.

بلخوا د کندهار ولایتي مسؤلین وايي، افغان حکومت د خبریالانو خوندیتوب او حقونو ته ژمن دی.

که څه  په افغانستان کي وروستۍ یو نیمه لسیزه کي رسنیو پرمختګ او وده کړې خو د خبریالانو  د خوندیتوب یو شمیر ادارې وايي، روان جنګ، نا امني او په یو شمیر سیمو کي د زورواکانو شتون ددې لامل سوی چي لا هم خبریالان په آرام زړه خبرونه او راپورونه نسي چمتو کولای .

د خبریالانو د خوندیتوب یو شمیر ادارې وايي، په روان کال کي د خبریالانو پر وړاندي خطرونو وښودل چي لا هم د دوی په مخ کي ستونزي موجودي دي او کال پرکال د زیاتیدو په حال کي دي.

دوی همدارنګه وايي، په افغانستان کي اتیا سلنه رسنۍ له جدي ستونزوه سره مخ دي.

بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، افغان حکومت د خبریالانو خوندیتوب او حقونو ته ژمن دی.

د کندهار ولایت مرستیال حاجي آغالالی دستګیري وايي، په ورستۍ یوه نیمه لسیزه کي رسنیو د عامه پوهاوي او خبر رسوني په برخه کي مهم رول لوبولی دی.

د ده په خبره حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي اصل او د خبریالانو خوندیتوب ته ژمن دی.

افغان حکومت دخبریالان د خوندیتوب خبره پر داسي مهال کوي چي تیره اونۍ په ننګرهار کي د انعکاس تلویزون مشر د وسلوالو له لوري وتښتول سو او دهغه دوه ساتونکي يې هم ووژل.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...