د سوډان په قضارف ولایت کي د سیمه ييزو چارواکو یوه چورلکه نسکوره سوې چي د دې ولایت د والي په ګډون ۵ چارواکي پکښي وژل سوي دي.
د سوډان رسمي خبري اژانس وايي، چورلکه د ايتوپيا پولي ته څیرمه په القلابات سیمه کي د ښکته کیدو پر مهال لویدلي ده.
په وژل سویو کي د قضارف د والي میرغاني صالح تر څنګ د دې ولایت د کرني رییس او د یاد ولایت د استخباراتو ریيس هم شامل دي.
ویل کېږي، په چورلکه کي ټول ۱۱ تنه سپاره ووه چي ۶ کسان ترې ژغورل سوي دي.
سیمه ييزو چارواکو د پيښي د څرنګوالي په اړه څه ویلي نه دي، خو عیني شاهدان وايي، چورلکه کي د ښکته کیدو پر مهال چاودنه رامنځ ته سوې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون