د امریکا ولسمشر د پوځ نوی لوی درستیز معرفي کړی دی

د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټرمپ جنرال مارک میلي د لوی درستیز پوست ته نوماند کړی دی.
مارک میلي دمګړی د امریکا د ځمکنیو ځواکونو قومندان دی او ټاکل سوې چي د جنرال جوزف ډانفورډ ځای ناستی سي.
جنرال میلي په افغانستان او عراق کي هم د امریکایي ځواکونو مشري پر غاړه لرلې ده.
د امریکا د پوځ اوسنی لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ دی چي له ۲۰۱۵ کال راهیسې پر دې پوست کار کوي.
ټرمپ ویلي چي ډانفورډ تقاعد سوی دی او جنرال میلي به یې مسٔوولیتونه پر غاړه واخلي.
جنرال میلي د ټرمپ له لوري تر معرفي کیدو وروسته باید د امریکا د سنا د باور رایه هم خپله کړي.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...