د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخي هغه به ددواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه کولو او افغان سولي په اړه د خبرو کولو لپاره کابل ته سفر کوي.
نوموړي تېره ورځ په یوه غونډه کي د خبرو پر مهال ویلي چي دوی په افغانستان کي د سولي له پروسې سره بشپړه همکاري کوي او غواړي په افغانستان کي روانه جګړه پای ته ورسېږي.
د قریشي په خبره پاکستان د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي د خبرو ملاتړی دی او تر خپلي وسه به همکاري کوي.
محمود قریشي داسي مهال افغانستان ته سفر کوي چي اسلام اباد د افغان سولي په اړه په دې وروستیو کي د امریکا تر فشارونو لاندي دی.
زلمي خلیلزاد دغه هېواد ته په خپل وروستي سفر کي له لومړي وزیر عمران خان او بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي غوښتي چي له هري ممکني لاري دي د افغانستان د سولي په پروسه کي خپله همکاري وکړي. پاکستاني لوري هم د مرستي او همکارۍ ډاډ ورکړی و.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون