ایران د سیمي د شپږو پارلمانونو د مشرانو کنفرانس کي پر امریکا تور لګولی چي ټول منځنی ختیځ یې د باروتو پر ډېپو اړولی او د سیمي تر اړتیا ډیري وسلي یې هلته صادري کړي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کي د شپږو هیوادونو د پارلمانونو د مشرانو کنفرانس ته ویلي، امریکا په سیمه کي تر اړتیا ډېري وسلي ځای پر ځای کړي دي او د دغه هېواد یاد سیاست غلط دی.
ده تور پوري کړی چي له القاعده شبکي او داعش ډلي سره هم د امریکایانو وسلي دي او د دوی پر وسلو جګړه کوي.
ایران هر کال په اسیا کي د شپږو هېوادونو د پارلمانونو د مشرانو ناسته لري چي په سیمه کي د ترهګرۍ پر وړاندي پر مبارزې او همکارۍ خبري کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون