پاکستان وایي، پر ډیورنډ کرښه یې د اغزن سیم د لګولو چاري په چټکۍ مخ ته رواني دي

د پاکستان د سرحدي ځواکونو چارواکو ویلي، چي دوی پر ډیورنډ د اغزن سیم لګول نیمايي ته رسولي دي او د ۲۰۱۹ کال تر پایه به یې کار بشپړ سي.

د پاکستان د سرحدي ځواکونو یوه چارواکي محمد شهزاد ویلي چي پر ډيورنډ کرښه د اغزن سیم تېرول نیمايي سوي دي او ورسره د پاکستان امنیت هم ښه سوی دی.

دده په خبره ددې تار په بشپړېدو سره به د پاکستان امنیت خوندي سي او د افغانستان-پاکستان ترمنځ به سوداګري وده وکړي.

پاکستان د ملي یووالي د حکومت د کار له پیل سره سم پر ډيورنډ فرضي کرښه د اغزن سیم تېرول پيل کړل.

تر دې دمه یې پر زرګونه کیلومتره سیمه اغزن سیم تیر کړی دی او ګڼي پوستي یې پر دغه فرضي کرښه جوړې کړي دي.

افغان حکومت د پاکستان ددغه اقداماتو پر وړاندي اغیزناک غبرګون نه دی ښودلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...