راپور: خدیجه اشرفي
په غزني کي امنیتي ځواکونو ښارته څیرمه د علي لالا سیمه کي له یوه هستوګنیز کور څخه د وسلو یوه زیرمه کشف او پکښي یې ګڼ شمیر وسلي او پوځي مهمات ترلاسه کړل.
د غزني ولایت امنیه قومندان مل پاسوال غلام داوود تره خیل، د کشف سوي زیرمي په ځای کي خبریالانو سره خبرو کي وویل، چي د وسلو دغه زیرمه یې د اپراتیفو معلوماتو پر بنسټ کشف او پکښي یې نهه میله کلاشینکوفونه، پنځه میله تمانچي، یو میل بم افګن او یوه اندازه مرمۍ د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د هغه په وینا نیول سوي وسلي ایرانۍ دي.
دغه راز د غزنی امنیه قومندان په دې ولایت کي د افغان ځواکونو لخوا د پیل سویو چاڼیزو عملیاتو له پرمختګ څخه خبر ورکوي او وایي چي ګڼي سیمي یې د وسله والو له شتونه تصفیه کړي دي.
د یادوني وړ ده چي دا لومړی ځل دی چي په غزني کي امنیتي ځواکونه ایرانۍ وسلي ترلاسه کوي، چي په تروریستي فعالیتونو کي تري کار اخیستل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون