راپور: اجمل وصال
د روزګان مرکز ترینکوټ ته تر څه باندي دوکلونو وروسته یوځل بیا ملکي الوتني پیل سوې ، چي د ځایي اوسیدونکو او مسافر د تود هرکلي سره مخ سوي.
د ملکي هوایي شرکت الوتکه چي ترڅه باندې دوکلونو ځنډ وروسته د ترینکوټ په هوایي ډګر کي ناسته کوي.
د حامد کرزي له هوایي ډګر څخه یې ترینکوټ ته لومړنۍ ازمایښتي الوتنه وه، چي پرمهال یې د ملکي هوایي چلند د ادارې د مشر په ګډون یوشمیر مسٔوولین هم ترینکوټ ته راغلي.
د روزګان والي د ترینکوټ په هوایي ډګر کي د هوایې چلند د ادارې له مسٔوولینو مننه وکړه، چي د هغوی غوښتنه یې ومنله او د کام ایر هوایي شرکت یې مجبوره کړ، چي ترینکوټ ته خپلي الوتني پیل کړي.
والي ډاډ ورکړ چي ولایتي اداره به په ټول توان سره په دغه برخه کي همکاره وي.
د ملکي هوایې چلند خپلواکي اداری مشر محمود شاه حبیبي وویل، ددې ترڅنګ چې دغه ولایت ته به یوځل بیا الوتني پیلیږي، ورسره سم د څلور اتیا میلیونه افغانیو په ارزښت د هوایې ډګر د ترمینل د تمځای او یوه ټاور لپاره هم پروژه منظور سوې او نن یې پرانیسته ترسره کیږي.
په مشرانو جرګه او ولایتي شورا کي ددغه ولایت استازي او ځایې اوسیدونکي هم تر کلونو وروسته یوځل بیا د ترینکوټ هوایې ډګر ته د ملکي الوتنو پیل خوښ کړي، خو غوښتنه کوي چي امنیتې مسٔوولین باید کندهار ته د لویي لاري امنیت تامین او د ولسوالیو لارې هم خلاصي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون