راپور: مهتمم صالح
د کندهار د پوهني رئیس وايي، د ليندۍ د ۱۵ څخه دغه توضع پيليږي چي د ژمي تر پایه به دوام وکړي.
دی وايي، د کندهار ښوونځۍ ۵ لکه کېلو بوټو ته اړتيا لري، خو دوی اوس يوازي دوه لکه کېلو بوټي په لاس کي لري.
د کندهار ولايت ښوونځيو ته تر خپل اندازې سم نيمی کم بوټي ورکول کيږي او ډيری زده کوونکي په یخه هوا کي زده کړي تر سره کوي.
په ټولنيزو چارو کي د کندهار ولايت مرستيال حاجي اغالالی دستګيري وايي،
د ۳،۴ ميلیونو افغانيو په لګښت دغه بوټي به ۳۸۰ ښوونځيو ته ورکړل سي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي بیا وايي، په دغه ولايت کي ډيری ښوونځي تعميرونه نه لري.
د ولایتي شورا غړی نعمت الله شېردلی وايي، دولت دي د بوټو تر څنګ يو شمېر ښوونځيو ته تعميرونه هم جوړ کړي تر څو زده کوونکي په ښه محيط کي درس ووايي.
د کندهار د پوهني رئیس عبدالقادر پیوستون وايي، د ليندۍ د ۱۵ څخه بوټو توضع پيليږي چي د ژمي تر پای به دوام وکړي.
دی وايي، د کندهار ښوونځي ۵ لکه کېلو بوټو ته اړتيا لري، خو دوی اوس يوازي دوه لکه کېلوبوټي بوټی لري، چي دا بسنه نه کوي.
پیوستون وايي، دوی د پوهني وزارت ته په دې اړه پشنهادونه کړي، خو تر اوسه يې مثبت ځواب نه دی تر لاسه کړي.
د کندهار ښوونځیو ته پر داسي مهال د بوټو توضع کيږي، چي په ځينو ښوونځیو کي زده کوونکي په خپل شخصي لګښت د ټولګیو کلکينانو ته ښيښې او پلاستيک رانيسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون