راپور: مهتمم صالح
په کندهار کي یو شمیر معلولینو د ولایت مقام مخي ته د اعتراض په ډول وویل، چي له تیرو پنځو میاشتو راهیسي دولت کلنۍ پيسي نه دي ورکړي.
بلخوا د کندهار ولایتي اداره وايي، تر راتلونکو دریو ورځو به د معلولینو د کلنۍ پيسو ستونزه حل سي.
په کندهار کي معلولین وايي، دولت له تیرو پنځو میاشتو راهیسي د دوی کلنۍ پيسي نه دي ورکړي.
معلولین دکندهار ولایت مقام مخ ته د اعتراض په ډول راټول سوي وه او له دولت څخه يې غوښتنه وکړل تر څو د دوی کلنۍ پيسي پر وخت ورکړي.
دوی دا هم وویل چي د معلولینو ریاست له لوري وخت پر وخت راغوښتل کیږي خو بانک ورته پيسي نه ورکوي.
پر همدې مهال د کندهار ولایتي اداره د معلولینو ستونزه په ډیر ژر حل کړي.
د کندهار ولایت مرستیال حاجي آغا لالۍ دستګیري وايي، د معلولینو کلنۍ پيسې به تر راتلونکې دوشنبې ورځي پوري ورکړل سي.
د یادولو وړ ده چي افغان دولت هر کال د شهید کورنۍ تر اتیا زره او معلولینو ته بیا له ۳۰ زر ه څخه تر ۶۰ زره افغانۍ پوري کلنۍ پيسې ورکوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون