د کندهار د جينايي جرمنو په وړاندي د مبارزې پوليسو په کندهار کي درې تنه د يوه کوچني د تښتولو په تور نيولي دي

راپور: مهتمم صالح

د کندهار د جينايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مدير وايي، په تېره اوونۍ کي د غلا اووه قضيې ثبت سوي، چي ځيني يې د انسان تښتوني دي.

د کندهار د جينايي جرمنو په وړاندي د مبارزې مدير ولي محمد عسکر وايي، په تېره اوونۍ کي د غلا اووه قضيې ثبت سوي دي، چي ځيني يې د انسان تښوتوني دي.

دی وايي، درې تنه يې د کندهار ولايت په نهمه ناحيه کي د يوه کوچني د غلا په تور نيولي دي.

عسکر وايي، دغو کسانو ياد کوچنی د ښوونځی څخه کورته د بېولو په بهانه تښتولی و، چي روغ رمټ يې د تښتونکو له د منګلو څخه خلاص کړی او خپلي کورنۍ ته يې وسپاری.

نیول سوو کسانو هم پر خپل جرم اعتراف کړی دی او وايي، چي دوی د کوچنی د پلار څخه د ۱۴ لکه افغانيوغوښتنه کړې وه، خو د پيسو د تر لاسه کولو مخکي د پولیسو له خوا ونیول سوه.

د تښتول سوي کوچني پلار وايي، په دغه دریو کسانو کي يوه يې د ده سره په درملتون کي کار کاوه.

دی د پوليسو څخه مننه کوي او وايي، چي د عاجلو پېښو پر مهال دي خلک پر وخت پوليسو ته خبر ورکړي.

دغه انسان تښتونکي پر داسي مهال نيول کيږي، چي دوې ورځي مخکي هم په دغه ولايت کي خلکو د موټر سېکلانو او مبايلانو د غلاوو د ډېرېدو څخه شکايت کړی وو.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...